د کلیو او پراختیا وزارت له خوا د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت نن د کابل په باغ بابر کې د لاسي او سیمه ییزو صنایعو یو نندارتون جوړ کړ.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه نندارتون کې د هېواد له پنځو ولایتونو څخه د سوداګرو لاسي او سیمه ییزې صنایعې په ۱۱۰ غرفوکې نندارې ته ایښوول شوې دي:

"په دغه نندارتون کې چې په کابل کې جوړشوي دی د پروان، بامیان، هرات، ننګرهار او کندهار ولایتونو څخه سوداګرو لاسي او سیمه ییزې صنایع نندارې ته ایښې دي."

ښاغلي رستمي زیاته کړه چې په ۶۴ غرفو کې ښځو خپل لاسي صنایع نندارې ته ایښي دي

د نوموړي په خبره د دغه نندارتون د جوړېدو هدف د کلیو اقتصادي وده او کلیوالې لاسي صنایعو ته بازار موندنه بلل شوې ده.