ولسمشر غني کندز کې د تښتول شویو کسانو پېښه د تاثر وړ بللې

جمهور رئیس محمد اشرف غني په کندز کې د طالبانو له لورې د تښتول شویو مسافرو پېښه د تاثر وړ بللې ده.

له ارګ ماڼۍ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس امنیتي بنسټونو ته دنده سپارلې چې د مسافرو د خلاصېدو په هدف عاجل اقدامات وکړي.

ولسمشر غني د مسافرو برمته کول د هغوی زورونه او وژل یو زشت عمل بللی دی.

پرون سهار طالبانو د کندز د علي آباد ولسوالۍ په شنې تپې سیمه کې یو سلو پنځه اتیا تنه مسافر له څلور لویو بسونو راښکته کړل چې له ځينې یې له ځان سره بو تلل.

طالبانو ددغه پېښې مسولیت منلې او ادعا یې کړي چې شپږ وېشت افغان سرتېري یې له ځان بیولي خو د کورنیو چارو وزارت بیا د طالبانو دغه ادعا نا سمه بولي.