د غزني امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت پر استیناف محکمې یې د وسله والو مخالفینو د ډله ییزې حملې مخه نیولې ده.
د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل رسنیو ته ویلي، څلورو وسله والو نن له غرمې مخکې غوښتل چې محکمې ته ننوځي، خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
امرخیل وایي، چې په دې وسله واله نښته کې د استیناف محکمې مشر او دوه ملکیان ټپیان شوي او د محکمې یو ساتونکی وژل شوی دی.
په یو شمېر ناتائید شوو راپورونو کې ویل شوي چې حمله کوونکو د محکمې مخې ته انتحاري حمله هم کړې، خو د غزني امنیه قومندان په دې اړه څه ونه ویل.
تراوسه د دغه برید چا پر غاړه نه دی اخېستی.