کندز کې د یرغمل شویو کسانو له ډلې ۱۲ تنه خوشې شوي

په کندز کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې له یرغمل شویو مسافرو دولس تنه خوشې شول.

د کندز د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري آزادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د افغان ځواکونو د تېرې شپې په عملیاتو کې چې د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې ترسره شول آزاد شوي دي.

د اکبري په وینا په عملیاتو کې درې وسله وال طالبان هم نیول شوي دي.

د سپین زر زون ویاند او د کورنیو چارو وزارت وايي چې لاهم اته تنه د طالبانو په ولکه کې دي خو د خلاصون لپاره یې پوځي عملیات دوام لري.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې لس تنه مسافر راخوشي شوي و.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.