د امریکا متحد ایالات وايي، دوه عسکر یې د روانې اوونۍ په پیل کې په عراق او سوریه کې زخمیان شوي دي.
د پنټاګون ویاند جیف ډيویس پرون سې شنبې وویل چې دا عسکر د جګړې لومړۍ کرښې ته نه دي استولي او په پوځي عملیاتو کې یې هم برخه نه درلوده.
ډیویس څرګنده کړه چې یوعسکر یې د عراق اربیل ښار ته نږدې زخمي شوی او دوهم عسکر یې د سوریې رقه ښار ته نږدې زخمي شوی دی.
د امریکا متحدو ایالاتو په عراق کې د داعش په وړاندې د مبارزې لپاره د ۴۰۰۰ عسکرو او په سوریه کې د ۳۰۰ عسکرو د حضور اجازه تصویب کړه.