پاکستان وايي د ملا منصور مړی یې د هغه کورنۍ ته سپارلی

پاکستاني رسنیو د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان له خولې ويلي چې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور مړی يې په افغانستان کې د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

ملا محمد اختر منصور د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو او د ده مړی د ډي اين اې له معاينو وروسته د ده خپلوانو ته سپارل شوی دی.