د ايران پارلمان د یوه بل کال لپاره يو ځل بيا د دغه پارلمان رئيس وټاکه.
د دغه هېواد د دولتي تلويزیون د راپور له مخې، علي لاريجاني دوه سوه او اووه دېرش مثبتې رايې وړي او د رايو په ورځ دوه سوه او شپږ اويا وکيلان حاضر وو.
په پارلمان کې دوه سوه نیوي څوکۍ دي.
څارونکي وايي د نهه پنځوس کلن لاريجاني بيا ټاکل کېدل په نوي پارلمان کې د منځلارو محافظه کارانو بريا ښيي.