د کندز امنیتي چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو د ۱۸۵ یرغمل شویو مسافرو له ډلې ۱۳ تنه وژلي، ۱۶۰ تنه خوشې کړي او ۲۰ تنه یې له ځان سره نامعلوم ځای ته بولي.
د کندز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل هجرتالله اکبري ازادي راډيو ته وویل چې دغه مسافر د څلورو موټرو سپرلۍ وه چې نن سهار د علي آباد ولسوالۍ په شین تیپې سیمه کې له موټرو ښکته کړای شول.
اکبري وایي، هغه ۱۳ مسافر چې وژل شوي، یو یې پخوانی محلي پولیس او پاتې نور یې ملکیان دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په هېواد کې له دې وړاندې هم د مسافرو د برمته نیونې پېښې شوي چې خلکو یې لامل د لویو لارو نه خوندیتوب ښودلی دی.