د کورنیو بېځایه شوو کډوالو شمېر دوه برابره زیات شوی

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په وروستیو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د کورنیو بیځایو شویو په شمېر کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا د برخې مسوولې چمپا پاټيل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ۲۰۱۳ کال کې په ټول افغانستان کې یوازي پنځه لکه کسان د جګړو له وجې بې ځایه شوي و خو دا شمېره سږ کال یو اعشاریه دوه میلیونه کسانو ته رسېږي:

"دا یو اعشاریه دوه میلیونه هغه کسان دي چې یوازي د جګړې له امله بې ځایه شوي دي، نه له پاکستان او یا ایران راستانه شوي افغانان بلکې هغه کسان چې خپلې ټولنې او سیمې یې د اوږدې جګړې له امله پرې ایښي دي."

نوموړي د بې ځایه کیدنې اصلي لاملونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړو دوام او د حکومت له خوا بې ځایه شوو کورنیو ته د حکومت له خوا د پالیسې نه عملي کیدل په ګوته کړل.