اکبري: طالبانو کندز کې د یرغمل شویو کسانو له ډلې ۱۳ تنه وژلي

کندز امنیتي چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو د ۱۸۵ یرغمل شویو مسافرو له ډلې ۱۳ تنه وژلي، ۱۶۰ تنه خوشې کړي او ۲۰ تنه یې له ځان سره نامعلوم ځای ته بولي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل هجرت‎الله اکبري ازادي راډيو ته وویل چې دغه مسافر د څلورو موټرو سپرلۍ وه چې نن سهار د علي آباد ولسوالۍ په شین تیپې سیمه کې له موټرو ښکته کړای شول.

اکبري وایي، هغه ۱۳ مسافر چې وژل شوي، یو یې پخوانی محلي پولیس او پاتې نور یې ملکیان دي.

طالبانو بیا ویلي چې دوی له موټرو څخه ۲۶ افغان امنیتي ځواکونه چې په شخصي جامو کې وو ښکته کړي دي.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شپږ تنه سرتېري چې د تېښتې هڅه یې کوله وژلي او ۲۰ نور ورسره دي.

په هېواد کې له دې وړاندې هم د مسافرو د برمته نیونې پېښې شوي چې خلکو یې لامل د لویو لارو نه خوندیتوب ښودلی دی.