اذربایجان له افغانستان سره د دوامدارو اړیکو غوښتونکې دی

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف وايي، هېواد یې له افغانستان سره د ژورو، ستراتیژیکو او دوامدارو اړیکو غوښتونکې دی او چمتو دي چې د افغان امنیتي ځواکونو د اړتیاوو په پوره کولو کې همکاري وکړي.

نوموړې دا خبره پرون دوشنبې په باکو کې د افغان ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د دې لیدنې او په لیدنه کې د اذربایجان د ولسمشر د ژمنو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د اذربایجان ولسمشر وویل، هېواد یې حاضر دی چې له افغانستان سره د امنیتي ځواکونو د ټولو هوایي اړتیا د پوره کولو، د پېلوټانو د روزنې، د امنیتي ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو اړتیاوو د پوره کولو، د امنیتي ځواکونو د ټپیانو د درملنې، د نظامي افسرانو د روزنې او د ملکي برخو د محصلانو د روزنې په چارو کې همکاري وکړي."

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د روسیې او قفقاز حوزې د یو شمېر هېوادونو د لېدنې لپاره په دې موخه تللی چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د دې هېوادونو همکاري را جذب کړي.