سلیم: د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ خبرو کې اختلافي موارد نشته

د افغانستان د سولې عالي شورا هغه خبرې ردوي چې ګنې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو پر سر اختلافي موارد موجود دي.

د دې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم نن ازادي راډيو ته وویل چې له حزب اسلامي سره شوې هوکړه پرخپل ځای ده او ښايي تر راتلونکي یوې اوونۍ پوري حزب اسلامي رسماً خپل نظر له دوی سره شریک کړي.

خو تردې وړاندې د حزب اسلامي سرپرست محمد حکیم حکیم ازادي راډیو ته ویلي چې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، خو تراوسه هم د اختلاف ‎وړ مسایلو په اړه موافقه نه ده شوې.

حزب اسلامي تېره اوونۍ له حکومت سره د پخلاینې پر یوې لومړنۍ طرحې موافقه وکړه.

ویل کيږي چې دا طرح ولسمشر اشرف غني او د حزب مشر ګلبدین حکمتیار ته د کتنې لپاره استول شوې ده.