افغان پولیسو دوه پاکستانی میرمنې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍي کې له مهمو اسنادو سره نيولي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي راډيو ته ويلي د کوټ ولسوالۍ پولیسو تېر ورځ ناوخته دوه پاکستانۍ مېرمنې چې غوښتل یې داعش وسله والو ته ځیني مهم اسناد ولیږدوي، د موټر چلوونکي سره یو ځای د دې ولسوالۍ په اندرانۍ سیمه کې نيولي.
نوموړی وايي، دغو میرمنو سره د ماینونو او وسلو کارولو پنځه کتابونه هم موجود و.
د خوګياڼي په خبره له نیول شوېو میرمنو پلټنې روانې دي.