د پاکستان په کراچي ښار کې نن د سړک پر غاړه د بم په چاودنه کې د یوه چینايي وګړي په ګډون درې تنه زخمیان شوي دي.
د چاودنې مسئولیت چا نه دی اخیستي.
پولیس وايي، حمله نن سهار د ښار له مرکزه په یوڅه لرې پرته سیمه کې شوې ده.
د پاکستان په دې تجارتي ښار کې له ډيرې مودې راهیسې فرقه یې تشدد روان دی او زرهاوو تنه په وسله والو نښتو کې وژل شوي دي.