ملي مشارکت ګوند: پر اعدام محکوم شوي مخالفین دې ژر اعدام شي

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند له حکومته غواړي چې پر اعدام محکوم شوي وسله مخالفین ژر تر ژره اعدام کړي.

د دې ګوند رییس نجیب اله کابلې دا خبره نن په کابل کې د ټولنیزو فعالانو په هغې غونډه کې وکړه چې د وسله پوځ د ملاتړ په مقصد یې جوړه کړې وه.

نوموړي وویل، وسله وال مخالفین د امنیتي ارګانونو هغه ځوانان وژني چې له هېواد او خلکو څخه دفاع کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت څه باندې شل ورځې دمخه ۶ تنه وسله وال طالبان چې درې ګونو محکمو په اعدام محکوم کړي وو ، اعدام کړل.

خو دې اعدام د طالبانو پرته د یو شمېر نړیوالو بشري بنسټونو غبرګونه راوپارول او طالبانو یې د غچ اخېستو ګواښ هم وکړ.