وروسته له دې چې تهران پر ریاض تور ولګاوه چې الله ته د مسلمانانو د رسېدو مخه نیسي سعودي عربستان د حاجیانو په اړه د ایران د حکومت غوښتنه رد کړه او ناممکنه یې وبلله.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر پرون وویل چې ایران د حج د مراسمو پر مهال د مظاهرو د تنظیم د حق غوښتنه کړې او غواړي د سعودي عربستان په مقدسو ساحو کې د ګډوډۍ د جوړولو امتیاز ورکړل شي.
پرون له دې مخکې د ایران د کلتور وزیر علي جنتي ویلي و چې ایرانیان به د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون ونه کړي.
پروسږکال له ۴۶۰ زیات ایراني حاجیان مکې مکرمې ته نژدې په ټیل ماټیل کې مړه شول چې وروسته بیا تهران سعودي چارواکي د حج د چارو په ناسم تنظیم تورن کړل.
سعودي عربستان له ایران سره ډیپلوماتیک اړیکې په تېره جنوري میاشت کې وروسته له هغه پرې کړل چې ایراني مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي عربستان سفارت او قونسلګري وسوځول.
مظاهره چیانو د سعودي عربستان له خوا د یوه مخکښ شیعه عالم د اعدام په وړاندې اعتراض کاوه.