پاکستان د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د ملا منصور وژنه تاييد کړه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون تایید کړه چې د ډي ان اې DNA معاینې ښيي چې د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی کس د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور دی.

افغان چارواکو او د امریکا ولسمشر بارک اوباما مخکې ویلي وو چې ملا منصور نهه ورځې مخکې کوټې ته په یوه نژدې کلي کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی، خو اسلام اباد د DNA د معاینې له نتیجې مخکې د دې خبر له تاییده ډډه کوله.

د ملا اختر محمد منصور له مړینې وروسته ملاهېبت الله د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو خو د طالبانو ځینو ډلو د خپل مشر په توګه د نوموړي له منلو څخه انکار کړی.