بلغاريا د افغانانو په ګډون لسګونو پناه غوښتونکي يونان ته ستانه کړي

بلغاريا د افغانانو په ګډون په لسګونو پناه غوښتونکي چې په يوه باروړونکي رېل ګاډي کې نيول شوي وو، يونان ته ستانه کړي دي.

په دغو پناه غوښتونکو کې چې پرون يونان ته ستنول شوي، شپږ پنځوس افغانان شامل دي.

دا اول وار دى چې بلغاريا يونان ته پناه غوښتونکي ستنوي.

د شنبې په ورځ بيا د پناه غوښتونکو يوه بله ډله چې د سوريې او عراق ٤٠ اتباع په کې وو، ونيول شوه او تمه کېږي هغوى وروسته ستانه کړاى شي.

د بلغاريا د کورنيو چارو وزيرې، مېرمن روم-يانا باچوا-روفا وويل:

"موږ په دې ډول هغو انساني قاچاق وړونکو ته چې له دغو بېچاره-ګانو نه يې ګټه اخېستله، يو قوي پيغام ورکړ."

هغې يونان ته د دغو افغانانو تر ستنولو وروسته دا څرګندونې وکړې.

بلغاريا له يونان سره ٥٠٠ کيلومتره پوله لري.