د مصر يوې پوځي محکمې اته کسان د مرګ په سزا محکوم کړل 

د مصر يوې پوځي محکمې اته کسان چې ادعا کېږي د اخوان المسلمين ګوند غړي به وي، د ټرورېزم په تور د مرګ په سزا محکوم کړل.

د محکمې په پروني حکم کې ١٢ نور کسان په عمري بند او يو بل تن له شپږو تر ١٢ کلونو پورې په بند محکوم شو.

محکمې دوو نورو کسانو ته برائت ورکړ، خو دوه نور کسان د دوى په غياب کې محکوم شول.

وروسته له هغې چې تېر کال پوځ يوه ويډيو خپره کړې او ځينې تورن کسان په کې پر خپل جرم اعتراف کوي، محکمه دغه حکم صادروي.

د دغو تورنو کسانو کورنۍ ادعا کوي چې دغه کسان په پټه نيول شوي او شکنجه شوي دي.

پوځي څارنوالان تورن کسان د اخوان المسلمين منع اعلان شوي ګوند غړي ګڼي او د مصري پوځيانو وژنې په پلان يې تورنوي.

په دې لړ کې د بخښنې نړيوال سازمان دا يوه سخته غېر عادلانه پوځي محاکمه بللې ده.