د بلخ امنیه قومندانۍ وايي چې یو افغان سوداګر د ناپېژنده وسله والو له لوري په مزارشریف ښار کې وژل شوی.
د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو آمر شیر جان درانی وايي چې د وژل شوی سوداګر جسد د بلخ حوزوي روغتون ته انتقال شوی او په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.
د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر نور محمد فیض ازادي راډيو ته وویل چې سوداګر صدیقالله نومېده او له هالند څخه راغلی و څو په هېواد کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د مزار ښار د خالد بن ولید د ښارګوټي په سیمه کې دوه ملکي کسان د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوي دي.