د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د شاهین قول اردو د دوهمې لوا رییس ډګروال عبدالطیف نن ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې ورځې په پيل شویو عملیاتو کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ هغه ۲۰ کليله وسله والو پاک شوې چې تېر کال یې لاندې کړې وو.
ښاغلي عبدالطیف زیاته کړه هڅې پيل شوي هغه سیمې چې اوس هم د وسله والو طالبانو په لاس کې دي د دولت تر کنترول لاندې راشي.
په دې وروستیو کې د بغلان ولایت په ځینو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو تر منځ جنګ جګړو زور اخیستی چې له همدې امله یو شمېر خلکو خپل کورونه پرېښي دي او امن سیمو ته یې پناه وړې ده.