بېلتون‎پالو سره جګړه کې پنڅه اوکرایني سرتېري وژل شوي

د اوکراین په ختیځ د دونباس په سیمه کې له روس پلوه بېلتون‎پالو سره په تازه نښتو کې د اوکراین پنځه سرتېري وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.

پوځ نن وویل چې دا په روان کال کې په یوه ورځ کې تر ټولو ډېر تلفات دي چې دوی ته اوړي.

پرون د اوکراین پوځ ویلي و چې د اوکرایني ځواکونو او روس پلوه بېلتون‎پالو تر منځ جګړه شدیده شوې.

دواړه لوري یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورنوي.

د شخړو د زیاتېدو په ترڅ کې د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو د زیاتې بهرنۍ مرستې غوښتنه کړې او هم یې د ناټو پخوانی عمومي منشي اندېرس فوګ راسموسن د خپل سلاکار په توګه ټاکلی دی.