د افغانستان اجراییه رییس د شمالي ولایتونو له امنیتي چارواکو او د خلکو له استازو سره په غونډه کې پریکړه وکړه چې د شمالي ولایتونو په ملکي او امنیتي ادارو کې به لازم اصلاحات رامنځ شي.
د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي ارډیو ته وویل ښاغلي عبدالله تېره ورځ له سکتوري، امنیتي وزیرانو او د خلکو له استازو او قومي مشرانو سره د شمالي ولایتونو د وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وکړې.
ښاغلی فیصل وايي چې تر ډېر په دې غونډه کې د شمالي ولایتونو د ناامنیو د عواملو او د وضعیت د ښه والي په اړه بحثونه وشول.
دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر شمالي ولایتونو، لکه کندز، بغلان، پروان، جوزجان او فاریاب کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.