کونړ: پاکستاني ځواکونه سرکاڼو او مرورې ته داخل شوي

د کونړ امنیه قوماندان او قومي مشران وايي، پاکستاني ځواکونه په سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ کې د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي هم وايي چې د پاکستان پوځ په دې ولسوالیو کې سلګونه کیلومتره رامخته شوی او پوستې يې جوړي کړي دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر حاجي جمعه خان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني پوځ ځنګلونه هم وهي.

د کونړ چارواکي او د ولایتي شورا مشر وايي پاکستاني ځواکونه د افغانستان پر خاوره ځنګلونه له مینځه وړي او د ابو یو شمېر چیني يې هم لاندې کړي دي.

سرکاڼو او مروره د کونړ هغه سرحدي ولسوالۍ دي چې زیاتره وخت په کې د افغان ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ چې ویل کیږي له پاکستان راوړي، جګړې کیږي.