پاکستان هغه کسان چې ملا منصور ته یې اسناد جوړ کړي و نیولي

پاکستان وايي، دوه مامورین یې نیولي چې د افغان طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور او د هغه د کورنۍ غړیو ته یې د پاکستاني اسنادو په ورکولو کې لاس درلود.

منصور تېره اوونۍ د مې ۲۱مه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په داسي حال کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو چې په یوه کرولا موټر کې یې سفر کاوه.

د ده د سپرلۍ په ویجاړ شوي موټر کې د ولي محمد په نوم پاسپورټ موندل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسین وویل چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یو مامور چې عزیز احمد نومېږي، پرون شنبې ونیول شو.

په دې تړاو دوهم نیول شوی مامور رفعت اقبال نومېږي چې د پاکستان د ملي دیتابېس او د احوالو د ثبت د ادارې مسوول دی.