له ۱۵ زیاتو ولایتونو کې له ۴۰ زیات څارنوالان مقرر او تبدیل شوي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې له ۱۵ په زیاتو ولایتونو کې یې له ۴۰ زیات څارنوالان مقرر او تبدیل کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر ډېره دا تغیرات او مقررۍد عمومي رییسانو، استیناف او د مخدره موادو اختصاصي څارنوالۍ په برخه کې شوې دي.

"په لومړي سرکې د بشري منابع رییس بدل شوی، د مخدره مواد پرضد د څانګړې څارنوالۍ رییس ښاغلي عزیزي ټاکل شوی، په نظامي څارنوالۍ کې هم ادلون بدلون راغلی."

ښاغلي عزیزي وايي چې دا قدام دعدالت د ښه تامین او کارونو د ښه والي په هدف شوي دي.