دره یي: حکومت د سولې خبرو کې حزب اسلامي ته امتیاز ورکړی

د جګړو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي چې افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې هغوی ته امتیاز ورکړی.

د دغه غورځنګ یوه غړي سمیع دره یي نن په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل حکمتیار یو ترهګر دی او حکومت سره د هغه یوځای والی د عدالت د پښولاندې کولو په معنی دی:

"ښاغلي حکمتیار هغه قباحت چې د خلکو د وژنې په برخه کې لري، نن ورځ راځي په یوه امتیاز سره د سولې خبرې مطرح کوي، له شک پرته کېدای شي دا یو بد پيلوي."

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې له حزب اسلامي او نورو وسله والو ډلو سره د سولې په خبرو کې د یوې لسیزې لاس ته راوړنې په پام کې نیولې دي.