د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وایي چې د نورو ستونزو سره سره د برېښنا په برخه کې ۲۵ سلنه د بیې زیاتوالی په افغانستان کې صنعت ته زیان رسوي.
د دغې ټولنې د مدیره هییت غړي مجاهد صافي ازادي راډيوته وویل چې که حکومت د صنعت په برخه کې د برېښنا بیه کمه نه کړي دوی یي د جبران توان نه لري او په بازار کې به هم رقابت نه شي کولای.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د دغې ستونزې سره به د افغانستان نوې په پښو درېدلی صنعت له ځوړسره مخ شي.
اوسمهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ډېری صنعتکاران د برېښنا له نه ښتون څخه شکایت کوي.
څه موده مخکې د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا د مصرف په برخه کې په ټولو مصرف کوونکو په یوه کلواټ کې د ۲۵ پیسو د زیاتوالي اعلان وکړ.