د سارک غړي هېوادونه افغانستان کې صنعتي پارک جوړوي

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکې وایي چې د سارک غړي هېوادونه غواړي په افغانستان کې یو ګډ صنعتي پارک جوړ کړي.

ددغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د بوتان او سریلانکا په شمول د سارک غړيو هیوادونو ژمنه کړې چې په افغانستان کې په یوه صنعتي پارک کې په مشخص ډول پانګونه کوي.

ښاغلی الکوزۍ وايي ددغه صنعتي پارک لپاره د کندهار په عینو مېنه کې ځای مشخص شوی دی.

"دوی متعهد شول چې موږ په افغانستان کې یو پارک جوړو اوپه هغه کې به سارک هیوادونه په مشخصه توګه پانګونه کوي ددې پارک ځمکه په کندهار کې مشخصه شوې ده."

ښاغلی الکوزی په افغانستان کې د جنوبي اسیا هیوادونو پانګونه مهمه بولي او وایي چې له دې سره به د سارک سازمان قوانین په سمه توګه په افغانستان کې هم عملي شي.