په کندز کې بزګران وایي چې کرنیزو محصولاتو ته مناسب بازار نه لري.
دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د غنمو او شولو ترڅنګ نورو کرنیزو محصولاتو ته ښه مارکېټ پيدا کړي.
د کندز د خان آباد ولسوالۍ څخه قند آغا وایي چې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرې په برخه کې باید له بزګرو سره مرسته وشي.
په عین حال کې د کندز د کرنې ریاست د کرنې برخې امر عبد البصیر فقیري ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال د کندز په شپږو ولسوالیو کې زراعتي کوپراتیفونه فعاله دي او له بزګرو سره د تراکتورونو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې په کم لګښت یا په وړیا توګه مرسته کوي.