افغان حکومت د سیمې له هېوادونو څخه غواړي چې روابط یې باید د دولت په کچه وي او له تروریستي ډولو سره همکاري ونه کړي.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې له ترورویستي ډولو سره همکاري کولای شي، په اوږد مهال کې د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې کړکېچنې کړي:
"هم طالبان یوه تروریستي ډله ده او هم داعش یوه تروریستي ډله ده، نو اړتیا لیدل کېږي چې د سیمې هېوادونو شرایط درک کړي او له تروریستانو سره همکاري ونه کړي."
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې ځانکړي استازي فرانس مایکل ملیبن له بریتانوۍ ورځپانې فارن پالیسي سره په خبرو کې ویلي، ایران افغان پولې نه نږدې د داعش د مخینوي لپاره له طالبانو سره د همکاري هڅې پيل کړې ده.