په پاکستان کې د یوې مذهبي ادارې پر نوي وړاندیز خلک غسه شوي دي.
د پاکستان نظریاتي شورا د پنجشنبې په ورځ یوه مسوده وړاندې کړه او په هغې کې یې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ اجازه ورکړه چې نارینه کولی شي چې خپله مېرمن ووهي.
البته شرط دا ایښودل شوی دی چې کلکه به یې نه وهي.
اسلامي نظریاتي شورا د پاکستان دولت او پارلمان ته سلامشوره ورکوي.
اسلامي نظریاتي شورا وایي، که چېرته یوه مېرمن د جامو د اغوستو په برخه کې، له نامحرمه سړی سره د ارتباط په برخه کې او د جنسي مقاربت په برخه کې د خپل مېړه خبره ونه مني، نو سړی کولی شي چې هغه ووهي.
د پاکستان اسلامي نظریاتي شورا دا مسوده د هغه قانون په ځواب کې راایستلې ده چې د فبروري په میاشت کې په پنجاب کې د ښځو د حقونو لپاره خپره شوه چې بیا اسلامي ډلو سخت مخالفت ورسره وکړ.