ننګرهار: اچین کې د داعش ډلې فعالیت محدود شوی

د ننګرهار چارواکي وايي په اچين ولسوالۍ کې د داعش ډلې فعاليت تر پخوا ډېر محدود شوى دى.

د اچين ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې هره ورځ پر داعش ډلې حملې کېږي او د ورځې يې تر پنځو زيات غړي وژل کېږي.

غالب مجاهد وايي پر دې سخت دريځې ډلې د بې پېلوټه الوتکو حملې موثرې تمامې شوې دي:

"بې پېلوټه الوتکې په منظم ډول ورباندې انداختونه کوي، د دوى د روزنې ټول مرکزونه ويجاړ شوي دي، د ورځې يې پنځه يا لس غړي مري، د دوى هغه زور او قوت بېخي ختم دى."

تېر کال په اچين کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش پراخ حضور درلود چې هلته يې له افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو سره سختې جګړې هم وکړې.

د اچين ولسوال وايي دغې ډلې ته يې د تنکي زلميانو د ګمارنې مخه هم نيولې ده.