روسیه، پاکستان او اذربایجان د هغو هېوادونو له ډلې څخه وو چې د بیان د ازادۍ د څارنې کمېټې ته د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د دې واک د ورکولو مانع شول څو له ژورنالېستانو دفاع وکړي.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو په کمېټه کې لسو هېوادونو دې غیرې دولتي ډلې ته له ژورنالېستانو څخه د دفاع په برخه کې د واک د ورکولو په اړه مخالفې رایې ورکړي او شپږ هېوادونه له دې سره موافق وو.
د ژورنالېستانو څخه د دفاع د دې غیرې دولتي سازمان چې مرکز یې نیویارک کې دی، مشر جول سایمون څرګنده کړه چې د هېوادونو یوه وړه ډله چې د بیان د ازادۍ په برخه کې کمزورۍ لري، د دې سازمان د کار د مخنیوي لپاره پر بیروکراسۍ له ولاړو تکتیکونو کار اخلي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سمنتا پاور څرګنده کړې چې په دې اړه به د ملګرو ملتونو اقتصادي او اجتماعي شورا ته مراجعه وکړي، نوموړې ویلي چې په پرونۍ رايي ورکولو خوابدې کړې ده.