د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو، ژمنه کړې چې د افغان حکومت ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د امریکا، کاناډا، بریتانیا، ایټالیا، جرمني، فرانسې او جاپان مشرانو نن په جاپان کې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته وویل:
"موږ په افغانستان کې سولې او ثبات ته د ګواښ په اړه اندېښمن یوو، او د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو قوي ملاتړ کوو ."
د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو، تمه نه لري چې افغان طالبان به په نژدې راتلونکې کې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.
نوموړې پرون دا تبصره د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د غونډې په لومړۍ ورځله خبریالانو سره په خبرو کې کړې وه.