ټرمپ کافي رایې ترلاسه کړي چې د خپل ګوند وروستي کاندید و اوسي

د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ به ابتدايي انتخاباتو کې مخکښ جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ هغه کافي رایې ترلاسه کړي چې په انتخاباتو کې د خپل ګوند وروستي کاندید و اوسي.

امریکايي رسنۍ وايي، نوموړې د ۱۲۳۷ ګوندي استازو رايي پوره کړي چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له جمهوري غوښتونکي ګوند څخه د نوموړي د وروستي کاندیدو لپاره کافی ګڼل کیږي.

دا راپورونه وروسته له هغې خپریږي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، د نړۍ مشران کافي دلایل لري چې د ډونالډ ټرمپ په کاندیدو اندېښمن و اوسي.