د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په وروستیو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۹۶۰ تنه پر روغتیايي مرکزونو کې په حملو کې وژل شوي دي.
د دې سازمان په رپوټ کې چې پرون پنجشنبې خپور شو، په وسله والو نښتو کې د روغتیايي کارکوونکو او روغتونونو امنیت ته د نه پاملرنې له امله شدیده اندیښنه څرګنده شوې ده.
رپوټ وايي چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۴میلادي کلونو کې پر لږ تر لږه ۵۹۴ روغتونونو حملې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د حملې یادونه هم کړې چې لږ تر لږه ۴۲ تنه په کې وژل شوي وو.
دا حمله امریکايي ځواکونو کړې وه چې د امریکا د دفاع وزارت انساني تېروتنه وبلله.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې پر روغتیايي تاسیساتو۶۰ فیصده حملې په عمدي او ۲۰ فیصده په اشتباه یا غیرعمدي ډول شوي دي.