په هغه ویډیو کې چې پرون پنجشنبې په پيښور کې د ازادي راډیو خبریال ته رسیدلې، د طالبانو یو شمېر قوماندانان لیدل کیږي چې ملا هیبت الله اخوندزاده ته د وفادارۍ لوړه کوي.
خو په ویډیو کې د ملا هیبت الله اخوندزاده څيره نه لیدل کیږي.
ملا هیبت الله اخوندزاده په بلوچستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته، د طالبانو مشر وټاکل شو.
دا نه ده څرګنده چې دا ویډیو څه وخت او چېرته ثبت شوې ده. خپلواکو سرچینو تراوسه د دې ویډیو صحت نه دی تایید کړی.
خو د ویډیو مواد د طالبانو د یوه ویاند له پرونۍ اعلامیې سره مطابقت لري چې له ملا هیبت الله اخوندزاده سره یې د خپلو یو شمېر قوماندانانو د وفادارۍ خبر اعلان کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانود یوې بلې ډلې مشر ملا محمد رسول د طالبانو د مشرپه توګه د ملا هیبت الله اخوندزاده له غوره کېدو سره مخالفت اعلان کړ.
ملا محمد رسول پرون پنجشنبې وویل چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش او القاعده ملاتړ په دې شرط کوي چې هغوي له افغانستانه لېرې پاتې شي.