د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې نن د بې پيلوټه الوتکې په هوايي حمله کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله د خوګیاڼۍ ولسوالۍ د وزیرو په پیره خیلو سیمه کې شوې ده چې د وسله والو طالبانو موټر او وسلې هم په کې له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو د خپلو ملګرو د وژل کیدو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.