د جي اوه مشرانو نن په جاپان کې خپله غونډه پیل کړه

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو جي اوه مشرانو نن په جاپان کې خپله غونډه پیل کړه چې د نړیوال اقتصاد د څرنګوالي په اړه اندیښنې به یې د اجنډا مهمه برخه وي.

د امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، کاناډا او جاپان مشران به په اروپا کې د مهاجرت له بحرانه نیولې، تر ترورېزم، انټرنټي مصوونیت او د سمندري سوداګرۍ د امنیت تر مسایلو پورې پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د جاپان په ایسي شیما Ise-Shima ښار کې د خبرو له پیل مخکې د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران د ایسي جینګو په نوم د مذهبي سیمې لیدو ته ولاړل.

په پام کې ده د امریکا ولسمشر بارک اوباما به سبا جمعه هیروشیما ښار ته چې د نړۍ لومړنی اټومي بم پکې کارول شوی دی ولاړ شي. ښاغلی اوباما به د امریکا لومړنی برحال ولسمشر وي چې له هیروشیما څخه لیدنه کوي.