اوباما هیله من نه دی چې د ملا هبت الله په ټاکلو به طالبان سوله وکړي

ولسمشر بارک اوباما وايي ډېر هیله من نه دی چې د طالبانو د نوي مشر له ټاکل کېدو سره به دا ډله سولې ته تیاره شي.

د شنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اخترمحمد منصور له وژل کېدو وروسته طالبانو مولوي هیبت الله آخندزاد د خپل مشر په توګه غوره کړ.

اوباما چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د جاپان په ایسي شیما ښار کې دی نن یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې جدي خبرو ته کیني خو زیاته یې کړه چې دا کار په نژدې راتلونکي کې ممکن نه ښکاري:

"زما تمه نه، بلکې هیله دا ده چې طالبان به یوه ورځ پوه شي چې د افغانستان د نیولو توان نه لري نو څه چې باید وکړي دا دي چې د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې جدي خبرې پیل کړي خو زه په دې کې شک لرم چې دا کار به په نژدې راتلونکي کې ترسره شي."

اوباما وویل، طالبان ښايي په لنډ مهال کې خپلو حملو ته دوام ورکړي او د بمونو په وسیله پر ملکي وګړو حملو ته به دوام ورکړي.