فعالان: طالبان دې د بین الافغاني خبرو له لارې سوله وکړي

د مدني ټولنې یو شمېر فعالان له حکومت سره د حزب اسلامي د سولې د خبرو په ملاتړ له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د بین الافغاني خبرو له لارې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

په یاده غونډه کې یوې مدني فعالې حمیدې وردک وویل چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو باید د یادو ډلو تېرحال ته پام ونه شي.

دغه خبرې په داسې حال کې کیږي چې افغان حکومت په دې وروستیو کې توانیدلی چې د ګلبدین حکمتیارپه مشرۍ د حزب اسلامي له ډلې سره د سولې د تړون مسوده نهایي کړي.