(NITPAA)یا د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ د متخصصینو ملي اداره د هغو ځوانانو لپاره څه کوي چې غواړي د کمپيوټر او د ټکنالوژۍ په برخه کې ځان په پرمختللې نړۍ پسې ورسوي؟
په ځانګړي ډول د کمپيوټر ساینس برخې افغان محصلان له خپل اوسني درسي نصابه ولې ګېله من خو د دې ادارې له وړیا کورسونو په څه خوشاله دي؟
د دې اوونۍ په تاندې څانګې خپرونه کې د(NITPAA)ادارې په اړه غږيږو چې افغانو ځوانانو ته يې څه خېر رسېدلی دی.
NITPAAیا د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ د متخصصینو ملي اداره غواړي چې افغان ځوانان د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې له پرمختللې نړۍ سره وصل کړي.
دا اداره له نږدې يوه کال راهيسې فعالیت کوي او افغانانو سره په وړیا ډول د ټکنالوژۍ په برخه کې د دوی د عامه پوهاوي او د دوی د ظرفیت د کچې په لوړاوي کې مرسته کوي.
"د خپرونې بشپړ متن د تاندې څانګې پر فېسبوک پاڼه موندلی شئ او د >غږ< تڼۍ په کېکاږلو سره بشپړ خپرونه اورېدلی شئ."
تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ:
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:
د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.
Your browser doesn’t support HTML5