د امریکا د ولسمشر د ادارې مسوولانو او د کانګرس یوه غړي ویلي دي چې دوی به له هر هغه نوي بنديز سره مخالفت وکړي چې د ایران له اټمي تړون سره په ټکر کې وي.
د امریکا د خزانې وزارت سرپرست مرستیال ادم زوبین چې د ترورېزم او مالي استخباراتو د برخې مسوولیت لري، د چهارشنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د بانکونو د برخې کمېټې ته وویل، هغه پریکړې چې ایران ورسره ځپل کیږي او له هغو ژمنو سره سمې نه وي چې موافقه پرې شوې ده، لوی مشکل رامنځته کولای شي.
زوبین زیاته کړه چې پرته له څه شکه چې د امریکا ملاتړي په نړۍ کې ګوري چې موږ یو شمېر کړې ژمنې لا نه دې پوره کړي.
د امریکا د مشرانو او استازیو جرګې غړي پر ایران د نوېو بندیزونو د لګېدو پر یوې مسودې کار کوي.
دوی ایران تورنوي چې د ترورېزم ملاتړ کوي، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د لېرې واټن توغندیو له ازموینې سره له نړیوالو ژمنو سرغړونه کوي.