د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار په روسیې کې د امنیت د برخې د مشرانو په اووم کلني کنفرانس کې ترورېزم او افراطیت د سیمې لپاره ستر ګواښ وباله.
محمد حنیف اتمر د چهارشنبې په ورځ په دې غونډه کې چې د چیچنیا په مرکز ګروزني کې جوړه شوې، وویل، د ترهګرو او افراطیانو د تهدید د له منځه وړلو لپاره باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه همکارۍ زیاتې شي.
په دې امنیتي کنفرانس کې چې کوربه یې د روسیې د ملي امنیت د شورا سلاکار نیکولای پیتروشوف دی، د چین، هند، ایران، ترکمنستان، تاجکستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادو استازېو هم برخه اخیستې ده.