افغان ولسمشر راتلونکې اوونۍ له فساد سره د مبارزې نوی باب پرانېزي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې راتلونکې اوونۍ به له فساد سره د مبارزې یو نوی فصل پرانیستل شي.

ولسمشر غني دا څرګندونې تېر ماښام په کابل کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له شاوخوا ۲۰۰ خبریالانو سره په ځانګړې لیدنه کې وکړې.

ولسمشرغني که څه هم له فساد سره د مبارزې د نوي فصل جزییات ورنه کړل خو ویې ویل چې خبریالان هم باید له فساد سره د مبارزې په خاطر په کومو ادارو کې چې شفافیت نه ويني خپل غږ پورته کړي.

افغان ولسمشر همدا راز په دې غونډه کې لویې څارنوالۍ ته دنده ورکړه چې د وژل شوېو خبریالانو دوسیې په جدي ډول تعقیب او عاملین یې محاکمه کړي.