د پاکستان د پوځ لوی درستیز د امریکا د سفیر ډیویډ هیل سره کتلي

د پاکستان د پوځ لوی درستیزپه اسلام اباد کې د امریکا د سفیر ډیویډ هیل سره کتلي او هغه ته یې د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د هغه برید په اړه جدي انديښنه وړاندې کړې چې د افغان طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور په کې ووژل شو.

د پوځ یوه خبرپاڼه وايي، جنرال راحیل شریف دا د پاکستان له ملي حاکمیته سرغړاوی یاد کړی دی.

نوموړي همدارنګه دا برید د امریکا او پاکستان د اړیکو او د سولې د هڅو په زیان یې بللی دی.