پاکستاني چارواکي وايي، وسله والو کسانو پر هغه موټر ډزې کړي چې پېښورته نژدې یې نیمه پوځي سرحدي سرتیري انتقالول.
په دې برید کې درې کسان وژل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې دا برید د چارشنبې د ورځې په سهار شوی دی.
د نوموړي په وینا برید کوونکي پر موټرسایکلو سپاره وو او تر برید وروسته تښتیدلي دي.
تر اوسه پورې د دې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخېستې.