د ولسي جرګې اداري پلاوی د ارزګان پر امنیتي وضیعت اندېښنه ښيي

د ولسي جرګې اداري پلاوی د نورو ولایتونو ترڅنګ د ارزګان پر امنیتي وضیعت اندېښنه څرګندوي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې نن یې د جرګې مشري کوله له حکومته وغوښتل چې د ارزګان او نورو ولایتونو امنیت ته جدي پام وکړي.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت استازي عبیدالله بارکزي د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې ارزګان محاصره دی.

ښاغلي بارکزي وايي، که مرکزي حکومت د دغه ولایت امنیت ته پام ونه کړي، نو دغه ولایت به سقوط وکړي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ارزګان او نورو ولایتونو د امنیت د ټينګښت لپاره عملیات روان دي.