په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په کابل کې نننۍ حمله چې هدف یې د عدلي او قضایې ارګانونو کارکوونکي وو، په کلکه وغندله.
د دې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د سرمنشي نیکولا هایسم په حوله لیکل شوي چې د عدلي او قضایې کار کوونکو هدف ګرځول یو بزدلانه او د نړیوالو قوانیو خلاف عمل دی.
ښاغلي هایسم همدارنګه د افغانستان له دولته غوښتني چې دا پېښه تعقیب او د عدلي او قضایې ادارو د کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
دا حمله چې د کابل ښار لودیځه څنډه کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د باغ داود په سیمه کې نن سهار نهه بجې وشوه په کې د میدان وردګو ولایت د محکمې ۱۱مامورین ووژل شول او څلور نور ټپیان دي.
په کابل کې د نن ورځې انتحاري حملې مسئولیت وسله والو طالبانو منلی او ویلي دي چې د شپږو اعدام شوو ملګرو د غچ اخیستو لپاره یې کړې.